د کابل ښار د‌ کمپنۍ په ساحه کښي اورلګېدني مالي زيانونه اړولي دي

د يکشنبې په ورځ تر غرمي مخکي د‌ کابل ښار د پنځمي حوزې د‌کمپنۍ په ساحه کښي يو مارکېټ اور اخيستی، چي خلګو ته ئې مالي زيانونه اړولي دي.
څراغ تلوېزيون ته ځايي خلګو ويلي دي، چي دغه اورلګېدنه کښي د ليلاميانو دوه سرايونه په مکمل ډول سوځېدلي دي او خلګو ته ئې زيانونه اړولي دي.
هغوی وايي چي دغه اورلګېدنه د برق د شاټۍ له امله رامنځ ته سوې ده.
د يادي اورلګېدني د زيانونو د اندازې په اړه تر اوسه په رسمي ډول ط..البانو څه نه دي ويلي.