د کانګو د ډیموکراتیک جمهوریت په کوانګو ولایت کي یوه پوځي الوتکه د الوتني پر مهال لوېدلې چي له امله ئې ۱۳ کسان وژل سوي دي.
راپورونه وايي، الوتکه له کیکویت ښار څخه د دغه هیواد پلازمېني کینشاسا ته روانه وه، خو د تخنیکي ستونزو له پیدا کېدو وروسته ئې بېړنۍ ناسته کړې او لوېدلې ده.
په وژل سوو کسانو کي د پوځي عالي محکمې مشر او د وسلهوالو ځواکونو لوی څارنوال هم شامل دي.