د کاپيسا څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي يو پخوانی نظامي نامعلومو کسانو په مرموز ډول وژلی

د کاپيسا څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي يو پخوانی نظامي نامعلومو کسانو په مرموز ډول وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه پخوانی نظامي نبي الله کوهستاني نومېدی او دوې مياشتي وړاندي د ايران څخه افغانستان ته راغلی و.
تر اوسه د کوهستاني د وژل کېدو علت معلوم نه دئ او ط..البانو ئې هم په اړه څه نه‌‌ دي ويلي.

بايد وويل سي، چي تر دې مخکي په فاریاب کي هم يو پخوانی نظامي لومړی وژل سوی او وروسته ئې جسد ټوټه ټوټه سوی و.