د کردستان د کارګرانو ګوند مشر د ترکیې سره د وسله والي مبارزې د پای ته رسولو پرېکړه کړې

د کردستان د کارګرانو ګوند مشر د ترکیې سره د وسله والي مبارزې د پای ته رسولو پرېکړه کړې
عبدالله اوجالان، چي د کردستان د کارګر ګوند (پ.ک.ک) بندي مشر دئ، اعلان کړی چي د ترکیې دولت سره نور وسلواله جګړه نه کوي او ژر به دا ډله خپلي وسلې کښېږدي.
اوجالان دا خبري په یوه ویډیويي پیغام کي کړي چي د چهارشنبې په ورځ خپور سو. هغه د ترکیې پارلمان څخه غوښتي چي د وسلو ایښودلو د بهیر د څارلو او د سولي خبرو پرمخ وړلو له پاره دي یوه کمېټه جوړه کړي. نوموړي همداراز له پ.ک.ک غوښتي چي نور د وسله والي مبارزې پر ځای سیاسي فعالیت ته مخه کړي.
یاد پیغام چي د جون په میاشت کي ثبت سوی او د فرات خبري آژانس (چي پ.ک.ک ته نژدې بلل کېږي) خپور کړی، ټینګار کوي چي باید د سولي د بهیر د دوام له پاره یوه روښانه او سیاسي چوکاټ جوړ سي. اوجالان ویلي، وسلواله مبارزه پرېښودل او پر سیاسي حل لارو تمرکز کول د تلپاتي سولي له پاره اړین دي.
د کردستان د کارګر ګوند به د جمعې په ورځ، د چنګاښ ۲۰مه، د وسلو ایښودلو د بهیر د پیل له پاره رسمي مراسم ترسره کړي. ټاکل سوې دا مراسم د عراق په شمال کي، د سلیمانیه ښار ته نژدې، چي د پ.ک.ک د ځواکونو له مهمو مرکزونو څخه دئ، جوړ سي.