د کرکټ په شپږيزه ليګ کي د جنوب غرب زون څخه يوازي څلور کسان اخيستل سوي

د کندهار، هلمند، زابل او روزګان ولايتونو د کرکټ ځوان لوبغاړي د افغانستان پر کرکټ بورډ باندي نيوکه کوي، چي د لسم پړاو اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ کي د بست ساتونکو د لوبډلي له پاره چي د جنوبي غرب د زون د پاره جوړه سوې ده؛ يوازي ئې د دغه زون څخه څلور کسان اخيستي نور ټول د نورو ولايتونو دي او د دوی حق ئې خوړلی دئ.
هغوی وايي د جنوب غرب زون د کرکټ د ټيم ( بست ساتونکي) له پاره چي ځوانان انتخابېږي بايد د همدې زون د ځوانانو څخه وي نه دا چي د نورو ولايتونو کسان ورته راځي او د کندهار، هلمند، زابل او روزګان ځوان د کرکټ لوبغاړي همداسي بې برخي پاته کېږي.
هغوی وايي د دغه زون د ځوانانو حق د افغانستان کرکټ بورډ په ښکاره ډول باندي خوري. د هغوی په خبره چي دا لومړی ځل نه دئ؛ بلکي هر کال د دې زون سره همداسي کېږي.
د ياد زون ځوانان په ياده برخه کي د عدالت غوښتنه کړې، هغوی د ط..البانو پر مشرانو ږغ کړی، چي د دې زون د کرکټ په ټيم کي بايد د همدې زون ځوانان شامل وي او د هغه کسانو مخه دي ونيسي، چي په واسطه کسان داخلوي.