د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د بندي درې بند د جوړېدو څخه يو کال تېر سوی.
دغه بند د جوړېدو سره سم د کمزوري کيفيت له امله سوری سوی و.
يو کال ئې پوره سو، خو د ط..البانو اړوند ادارې ئې د ترميم له پاره اقدام ونه کړ او په بند کي راټولي سوي اوبه ټوله ضايع سوې او د سيمي خلګو ورڅخه استفاده و نه کړه.
ځايي خلګو هيله درلوده، چي د ژمي په بارانونو کي به په دغه بند کي اوبه راټولي او د کال په اوږدو کي به ورڅخه استفاده وکړي، خو په بند کي راټولي سوي اوبه ټوله ضايع سوې.
د يادي سيمي خلګ د بند د ژر ترمیم او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوي غوښتنه کوي.