د کندهار د انګورو باغ لرونکي او سوداګر وايي، چي سږ کال د انګور بازار په ټپه ولاړ دئ.
د هغوی په خبره چي د انګور حاصلات ئې سږ کال ډېر سوي خو بازار ئې ولاړ دئ.
د دوی په وينا چي ط..البانو د حکومت د اقتصادي او سوداګریزو پالیسیو، د پاکستان له لاري د صادراتو درېدو او د بدیلو لارو د نه موندلو له امله د دوی د یو کال زحمت په اوبو لاهو سوی، انګور ئې په باغونو او بازارونو کي د خرابېدو د ګواښ سره مخ دي.
د هغوی په خبره چي اوس ئې انګور څوک په نيمه بيه هم نه اخلي.
د انګورو باغ لرونکي او سوداګر د ط..البانو د ادارې څخه غوښتنه کوي، چي ګاونډيو هيوادونو ته د انګور د لېږد له پاره امکانات ورته برابر کړي؛ ترڅو د دوی له تاوان څخه ژغورل سوي وي.
په ورته وخت کي د کندهار د ط..البانو د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسئولين خبر ورکړی، چي سږ کال په کندهار کي د انګور حاصلات د تېر کال په پرتله لس سلنه زيات سوي دي.
د ياد رياست په وينا چي سږکال په کندهار کي ۲۲۵ زره او ۵۰۰ ټنه انګور سوي دي.