د کندهار د ط.. البانو امنيې قومندانۍ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د دغه ولايت په دامان ولسوالۍ کي د يوه وژل سوي ځوان جسد موندل سوی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کس احمد الله نومېږي او څلور ورځي مخکي نادرکه سوی.
خبرپاڼه ليکي چي دغه کس لومړی په چړو وهل سوی، بيا ئې جسد سوځول سوی او وروستو د چټلو اوبو په يوه ډنډ کي ئې غورځولی و.
ط..البان وايي چي د يادي پېښي په تړاو ئې د هغه څلور ملګري نيولي دي.