د کندهار د ط.. البانو امنیه قومانداني وايي، چي درې کسان ئې د یوه ماشوم د تښتوني او د هغه له کورنۍ څخه د پیسو غوښتلو په تور نیولي دي.
د یادي قوماندانۍ ویاند، اسدالله جمشید وايي، نیول سوو کسانو د میوند په نوم یو ماشوم تښتولی و او د هغه د بېرته ازادېدو په بدل کي ئې له کورنۍ څخه پیسې غوښتي وې.
هغه وايي چي ماشوم ئې بېرته خپلي کورنۍ ته تسليم کړی.