د کندهار د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي په دغه ولايت کي ئې د درو محلي راډيوګانو نشرات بند کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د څانګي، زېور او تحسين القران په نومونو د راډيوګانو نشرات ئې د قانوني جواز نه درلودلو له امله بند کړي دي.