د کندهار د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په پنځو ولسوالیو کي د ریګو پر مېلو بنديز لګولی.
دغه بندیز په سپین بولدک، تخته پل، ډنډ، پنجوایي او میوند ولسوالیو کي لګېدلی دئ.
د یاد ریاست په وینا، خلګو دغو مېلو ته د ورتګ پر مهال د شخړو، جنايي پېښو، بد اخلاقۍ او د شرعي اصولو خلاف کړنو په اړه شکایتونه کړي ځکه ط..البانو په دغو سيمو کي د ريګو پر مېلو بنديز لګولی.