د کندهار د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ وياند اسدالله جمشيد څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د شنبې په ورځ د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د سرکاري باغ په سيمه کي غلو يوټکسي چلوونکی وژلی دئ.
د هغه په خبره چي غلو دغه ټکسي چلوونکی د ميلې په بهانه بيولی وو، چي وروسته ئې د چاقو په وسيله وهلی او وژلی دئ.
هغه وايي په غلوو کي دوې تنې ښځي هم شاملي وې.
د دغه ټکسي چلوونکي سره کوچنی زوی هم ورسره و، چي هغه هم د غلو له خوا ټپي سوی دئ.
د جمشيد په وينا چي غلو د موټر د بېولو هڅه کړې، خو ناکامه سوي او تر پېښي وروسته د سيمي څخه تښتېدلي دي.