د کندهار د ط..البانو د کرني اوبو لګولو رياست ويلي، چي په روان هـ

د کندهار د ط..البانو د کرني اوبو لګولو رياست ويلي، چي په روان هـ،ش کال کي د کندهار څخه ۲۳ زره ټنه انار بهرنيو هيوادونو ته استول سوي دي.
د ياد رياست په وينا چي د کندهار انار هند، سعودي عربستان، مالیزیا، ازبکستان، روسیې، قزاقستان، متحده عربي اماراتو او قطر هيوادونو ته لېږدول سوي دي.
دغه رياست ويلي، چي په کندهار کي شاوخوا پر ۱۵زره هکټاره ځمکه د انارو باغونه جوړ سوي او له دغو باغو څخه شاوخوا ۲۷۴زره ټنه حاصل ترلاسه سوي دي.