د کندهار د ط..البانو د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چي دا مهال په دغه ولایت کي تر ۲۰۰ زیات د غواو فارمونه فعال دي، چي هره ورځ له زرګونو غواو څخه لسګونه زره لېټره شیدې تر لاسه کېږي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخي، په کندهار کي څه باندي ۵۰۰ کوچني او لوی د لبنیاتو پلورنځي سته، چي د سیمي د خلګو اړتیايې پوره کوي او د لبنیاتو په برخه کي دا ولایت د ځان بسیا کېدو مرحلې ته رسېدلی دئ.
د ياد رياست مسئولين دغه راز زیاتوي، له همدې امله ټاکل سوې ده، چي په راتلونکي کي پر وارداتي شیدو ګمرکي تعرفې لوړي سي او د خپلو کورنيو توليداتو څخه استفاده وسي.