د کندهار د ط..البانو د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسئولين وايي، د بارانونو د کمښت، وچکالۍ او د اقلیم بدلون له امله د دغه ولایت شاوخوا ۳۰ سلنه باغونه د وچېدو له جدي خطر سره مخ دي.
د ياد ریاست د مسئولینو په وینا، د اوبو د کمښت اغېزې په ځانګړي ډول د شاهوليکوټ ولسوالۍ د انځرو او د ارغستان ولسوالۍ د انارو پر باغونو ډېري سوي دي، چي د اوبو د نشتوالي له امله ئې وني او باغونه د له منځه تلو د خطر سره مخ دي.
د دغه ولايت کروندګر او باغوانان وايي، د اوبو د کمښت د راکمولو او د باغونو د ساتني له پاره د اوبو د مهارولو د بندونو جوړولو، د اوبو د سپما کوونکو لارو د پراختیا او د څاڅکي اوبو لګولو سیستم د پلي کولو له پاره اوس مهال خورا ډېره اړتیا ده.
هغوی د ط..البانو دولت څخه په ياده برخه کي د مرستي غوښتنه کړې ده.