د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلين وايي چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي نژدې ۱۵ ملي متره باران اورېدلی دئ. د یاد رياست په وينا چي په دغه ولايت کي تر اوسه پوري ټوله ۴۲.۶ ملي متره باران سوی دئ.
د کرهڼي د چارو کارپوهان وایي چي د اباد کال له پاره کندهار شاوخوا ۳۰۰ ملي متره باران ته اړتیا لري، هغوی زياتوي چي اوسنی باران د کرهڼي او مالدارۍ له پاره ګټور دئ، خو لا هم ډېراورښت ته اړتیا ده.