د کندهار سوداګر او اوسېدونکي په کندهار کي د پاکستان پر قونسلګرۍ باندي نيوکه کوي، چي د ويزې له پاره ئې اسناد ورکړي او مياشتي تېري سوي؛ خو بيا هم د پاکستان قونسلګرۍ ويزې نه دي ورکړي.
د هغوی په خبره چي د پاکستان د قونسلګرۍ دغه کړني د کندهار سوداګر د زياتو ستونزو سره مخ کړي دي.
په ورته وخت کي کندهار ښاريان هم وايي، چي د ناروغۍ د تداوۍ په موخه ئې د پاکستان قونسلګرۍ ته اسناد ورکړي، مياشتي ورباندي اوښتي؛ خو ويزې ئې نه دي ورکړي.
هغوي د ويزې د اسانۍ په برخه کي د ط..البانو او د پاکستان د حکومت څخه غوښتنه کوي.