د کندهار والي م.لاشېرين په مشرۍ د ط..البانو د اوو ولايتونو واليانو په کندهار کي د همږغۍ او امنيت د ټينګښت په اړه ناسته کړې ده.
د کندهار ولايت د والي د دفتر څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه ناسته کي د امنيت د ټينګښت او د ط.. البانو د مشر م.لا هب.ت الله د فرمانونو د ښه تطبيق په اړه بحث سوی دئ.
په دغه غونډه کي د هرات، بلخ، ننګرهار، کندز، کابل، پکتيا او کندهار واليانو برخه اخيستې وه.
هغوی ژمنه کړې چي د م.لا هب.ت الله د فرمانونو د ښه پلي کېدو په برخه کي به پوره هڅه او کوښښ کوي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي د م.لا هب.ت الله د حکم په اساس ياد والیان د خپل ولايت تر څنګ د اړوند زون د ولایتونو مشري هم په غاړه لري.
بايد وويل سي، چي د ط.. البانو مشر په دې وروستيو کي هڅه کوي ترڅو خپل فرمانونه په پوره ډول عملي کړي؛ خو د ط..البانو يو شمېر غړي ئې په تطبيق کي پاته راغلي.