د کندهار ولايت په سپين بولدک، ارغستان، معروف او شاوليکوټ ولسواليو کي هم د سږ کال لومړۍ واوره سوې ده.
کندهار چي د وچکالۍ د ګواښ سره مخ و د کال لومړۍ واوري د دغه ولايت د يو شمېر ولسواليو د اوسېدونکو هيلي د يوه اباد کال له پاره تازه کړي دي.
بايد وويل سي چي د تېري شپې راهيسي د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کي توپاني واوري سوي دي.