د کندهار د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسؤلينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په مالي ملاتړ ئې دوه چکډيمونه د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي جوړ او ګټي اخيستني ته ئې سپارلي دي.
پر دغه چکډيمونو ټولټال ۱۶ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، چي د ملګروملتونو د پرمختیايي پروګرام له خوا ورکول سوي وې.
بايد وويل سي، چي د دغه چکډیمونه د دوو میاشتو په موده کي جوړ سوي او د جوړېدو په جریان کي ئې ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم برابره سوې وه.