د کندهار څخه د څراغ تلوېزيون خبريال ويلي

د کندهار څخه د څراغ تلوېزيون خبريال ويلي، چي د دغه ولایت د سپين بولدک ولسوالۍ په شهيد بازار کي د سور ګل د جامع م.لا امام وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
دغه پېښه د پنج شنبې د ماخستن تر لمانځه وروسته رامنځ ته سوې ده.
ځايي خلګو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي چي دغه م.لا امام مولوي عزيز الله نومېدی.

په ورته وخت کي ط..البانو هم ياده پېښه تائيد کړې او څراغ تلوېزيون ته ئې ويلي چي د دغه پېښي عاملين ئې نيولي خو نور جزئيات ئې نه دي ورکړي.