د کندهار څخه سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي د يو کس جسد موندل سوی.
د سرچينې په وينا چي د دغه کس هويت او د مړيني علت تر اوسه پوري څرګند نه دئ.
د سرچينې په خبره چي د ياد کس جسد اوس مهال د سپین بولدک ولسوالۍ په روغتون کي پروت دئ.
ط..البانو هم د دغه موندل سوي جسد په اړه څه نه دي ويلي.