د کندهار څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي

د کندهار څخه ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي د دغه ولايت د شاوليکوټ ولسوالۍ اړوند د دهلې په بند کي د يوه ځوان جسد موندل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ځوان تېره ورځ اوبو ډوب کړی و، چي وروسته د سيمي اوسېدونکو ئې جسد موندلی.
سرچينه دغه راز زياتوي چي د دغه ځوان جسد اوس د عينو مينې په روغتون کي پروت دئ او دوستان ئې تر اوسه نه دي پيدا سوي.