د کندهار څخه ځايي سرچينو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي د يکشنبې په ورځ د کندهار ښار د نساجي د پله سره ټېلر او پاسو موټر سره ټکر سوي، چي له امله ئې پنځه کسان وژل سوي.
د سرچينې په خبره چي په دغه پېښه کي په پاسو موټر کي ناست يوه ښځه، يو کوچنی او درې نارينه وژل سوي دي.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي ورته ترافيکي پېښي ډېر وخت د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او ترافيکي اصولو د نه موجوديت له امله رامنځ ته کېږي.