د کندهار څخه ځايي سرچینو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره شپه ناوخته د کندهار ښار د هوايي ميدان پر سړک يوه اکوا او رنجر موټر ټکر سوي چي له امله ئې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې په وينا چي په ياده ترافيکي پېښه کي په اکوا کي ناست درې کسان وژل سوي او يو بل ټپي سوی او همدارنګه په رنجر کي هم يو ط..الب ټپي سوی دئ.