د کندهار ښار د نهمي او دوولسمي ناحیو اوسېدونکي وايي چي د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري

د کندهار ښار د نهمي او دوولسمي ناحیو اوسېدونکي وايي چي د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري. د دې سیمو خلګ وایي، چي ټوله ورځ په کلي ګرځي؛ ترڅو د څښلو له پاره پاکي اوبه پيدا کړي.
د يادو ناحيو اوسېدونکو څراغ تلویزیون ته ویلي چي د اوبو نشتون ئې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او ډېری وخت اړ کېږي ناپاکي اوبه وکاروي، چي دا کار د ناروغیو د خپرېدو وېره زیاتوي.
هغو د ط..البانو د حکومت څخه غوښتنه کوي چي د دوی د څښاک پاکو اوبو ستونزي ته جدي پاملرنه وکړي او ورته دایمي حل دي پیدا کړي.

بلخوا، د کندهارد ط..البانو د اوبو رسولو ریاست مسؤلین وایي چي دا مهال په ټول کندهار ښار کي یوازي شاوخوا ۱۸ زره کورنیو ته په ۲۴ ساعتونو کي اوبه رسولای سي. د دوی په وینا، هڅي رواني دي چي د اوبو رسولو سیستم پراخ کړي او د ښاریانو ستونزي حل کړي.