د کندهار ښار ټکسي چلوونکي: د بې اسناده ټکسي چلوونکو  ئې کارونه پيکه کړي دي

د کندهار ښار ټکسي چلوونکي د کندهار پر ترانسپورټ ریاست باندي نیوکه کوي، چي په ښار کي بې اسناده ټکسي موټرونو چلېږي او سپاریان پورته کوي، مګر دغه ریاست د بې کفایتۍ له امله کنترول نه لري ورباندي.
هغوی چي د یکشنبې په ورځ د اعتراض په ډول د کندهار د ترانسپورټ ریاست ته ورغلي وه، له هغه بې اسناده موټرونو ئې شکایت کړی وو، چي د ټکسي په نوم چلیږي.
دغه ټکسي چلوونکي وايي، د ټکسي د اسنادو او رنګ په نوم ۴۶ زره افغانۍ ځیني اخیستل سوي، خو سپاریان په ښار کي کوچني بابوجي، پاسو او نور بې اسناده موټرونه وړي.