د کندهار – کابل پر لويه لار د تودې چينې په سيمه کي د جمعې په ورځ د يوه لوکسل موټر او د تيلو د ټانکر د ټکر د امله څلور کسان وژل سوي دي.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغه پېښه کي وژل سوي ټول کسان د لوکسل موټر سپرلي وو او د هلمند ولايت اوسېدونکي وو.
سرچينه زياتوي، چي په لوکسل کي ناست کسان ټول سوځېدلي دي.