د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کي د پټرولو بیې له کوم څرګند دلیل پرته ورځ تر بلي لوړېږي

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کي د پټرولو بیې له کوم څرګند دلیل پرته ورځ تر بلي لوړېږي، خو د نرخونو د کنټرول له پاره د مسؤلو ادارو اغېزمن اقدام نه تر سترګو کېږي.
هغوی وايي د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د عایداتو د کمښت له امله ډېری کورنۍ لا هم د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي او د پټرولو د بیو دوامداره لوړوالی ئې د تګ راتګ، سوداګرۍ او ورځنیو لګښتونو بار څو برابره کړی دئ.
کندهاريان وايي که د پټرولو د بیو د کنټرول له پاره عملي ګامونه وانخیستل سي، نو د خوراکي او نورو لومړنیو توکو پر بیو به هم منفي اغېز وکړي او د خلګو اقتصادي ستونزي به لا پسي زیاتي سي.

دوی له مسؤلو ط..الب چارواکو غواړي، چي د تیلو د پلور بازار په جدي ډول وڅاري، د نرخونو د بې‌ځایه لوړوالي مخه ونیسي او د خلګو شکایتونو ته دي عملي او عاجله پاملرنه وکړي.