د کندهارـ کابل پر لويه لار د ميدان وردګو د سيد اباد ولسوالۍ په ساحه کي د لوکسل او فيلډر موټر د ټکر له امله ۷ تنه وژل سوي او لس تنه نور زخميان سو ي دي.
د ميدان وردګو د امنيې قومندانۍ څخه په خبره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه پېښه د جمعې په ورځ ماښام مهال رامنځ ته سوي ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په وژل سوو کي درې کوچنيان، دوې ښځي او دوه تنه نارينه شامل دي او د کوچنيانو، ښځو او نارينو په ګډون لس تنه نور زخميان سوي دي.