د کنيا ستري محکمې د افغانستان د ولسي جرګي د پخواني مرستيال ظاهر قدير امريکا ته د سپارلو پرېکړه کړې ده.
دغي محکمې ويلي، چي ظاهر قدير په دغه هيواد کي د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د کاروبار په تور نيول سوی.
يادي محکمې ويلي، چي کنيا د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق د مخنيوي نړۍوالو تړونونو ته ژمنه ده؛ نو له همدې امله ئې پرېکړه کړې، چي هغه امريکا ته وسپاري.
په ورته وخت کي بيا ظاهر قدر پر هغه لګېدلي تورونه رد وي.
بايد وويل سي، چي د ط.. البانو مشرانو د ظاهر قدير د کورنۍ د غړو سره په ليدنه کي ويلي، چي د هغه په ازادولو کي به مرسته وکړي؛ خو هغوی تر اوسه پوري هيڅ اقدام نه دئ کړی.