د‌ کنړ د زلزله ځپلو له پاره د قطر بېړنۍ مرستي کابل ته رسېدلي

د قطر د نړۍوالو همکاریو وزارت اعلان کړی، چي دغه هيواد د خپلو بشري مرستو په دوام څلور الوتکي بېړنۍ مرستي د افغانستان په ختيځ زون کي د زلزله ځپلو سره د مرستي په موخه کابل ته لېږلي دي.
د قطر هيواد په دغه بېړنيو مرستو کي دوه سیار روغتونونه، خوراکي توکي، طبي تجهیزات او د سرپناه وسایل چي د قطر د پراختیا صندوق له خوا چمتو سوي، کابل ته انتقال کړي دي.
دا مرستي به د افغانستان د ختيځ زون د وروستۍ زلزلې شاوخوا ۱۱ زره زیانمنو ته ووېشل سي.
د قطر د نړۍوالو همکاریو وزارت ویلي چي دا مرستي د دوحې د دوامدارو ژمنو پر بنسټ د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د طبیعي پېښو له امله د رامنځ ته سوو کړاوونو د کمولو له پاره برابري سوي دي.