د کنړ د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په شلتن ولسوالۍ کي د يوې زړې ناچاودي مرمۍ د چاودني له امله درې کوچنيان ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کوچنيانو شاوخوا لس کاله عمر درلود، چي تر چاودني وروسته د درملني په موخه روغتون ته انتقال سوي.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي هر کال د زړو مرميو د چاودني له امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.