د کنړ ولايت د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلينو د شنبې په ورځ رسنيو ته ویلي

د کنړ ولايت د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسؤلينو د شنبې په ورځ رسنيو ته ویلي، چي د پاکستان پوځ په تېرو ۴۸ ساعتونو کي پر دغه ولايت ۲۷۱ د درنو وسلو ټکان کړي دي.
هغوی زیاتوي چي د پاکستان پوځ دغه بريدونه د کنړ ولايت پر څلورو ولسواليو کړي دي او په وينا چي د هاوان او ډيسي توپ په بريدونو کي تر ډېره پوري د ملکي خلګو کورونه په نښه سوي دي او تلفات ئې ولسي خلګو ته اړولي دي.
د ياد رياست د مسؤلينو په خبره چي په دغو بريدونو کي درې ولسي وګړي ټپيان سوي دي.