د کنړ ولايت د ط..البانو د کانونو او پټرولیم رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د کنړ ولايت د ط..البانو د کانونو او پټرولیم رياست څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه ئې د ازادي داوطلبۍ له لاري ۸۰۰ کيلوګرامه د بېروج ډبري خرڅي کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه قيمتي ډبري ئې د ۱۵۰ میلیونه، ۶ لکه او ۹زره افغانیو په بدل کي پر کورنيو سوداګرو خرڅي کړي دي.