د کنړ ولايت د ط..البانو د کانونو او پټرولیم رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه ۹۰۰ کيلوګرامه د بېروج ډبري خرڅي کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ډبري ئې د ۱۵۴ ميليونه افغانيو په بدل کي خرڅي کړي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي ياد بېروج ئې د ازادۍ داوطلبۍ د لاري پر کورنيو سوداګرو خرڅ کړي.