د کنړ ولايت څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د کنړ ولايت څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د دغه ولايت د چپه درې ولسوالۍ د قيمتي ډبرو د کان د کېندلو پرمهال پر کان کېندونکو يوه ډبره لوېدلې ده، چي له امله ئې درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې اوښتې ده.
د سرچينې په خبره په دغه پېښه کي يو کان کېندونکی وژل سوی او دوه نور ټپيان سوي دي، چي ټپيان د درملني په موخه نژدې روغتيايي مرکز ته انتقال سوي دي.