د کنړ ولايت څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمعې د ورځي د غرمې څخه بيا د شپې تر ناوخته پوري د پاکستان پوځ د دغه ولايت د اسعداباد ښار پر يو شمېر سيمو توغنديز بريدونه کړي، چي له امله ئې د سيمي خلګو خپل کورونه خالي کړي او سيمه ئې پرېښي ده.
ځايي خلګ وايي پاکستان پر دغه سيمه پرلپسې بريدونه کوي، چي له امله ئې تر اوسه پوري د درو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکول سوی دئ.
بايد وويل سي، چي تر اوسه پوري ط.. البانو د يادو بريدونو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.