د کونړ د مرکز اسعد آباد څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزیون ته خبر ورکړی چي د یاد ولایت پر مختلفو سیمو پاکستانۍ الوتکو بمبار او توغنديز بريدونه کړي دي.
د سرچیني په خبره چي د سید جمال الدين افغان پوهنتون د محصلينو پر لیلیې هم بريدونه سوي دي چي ګڼ شمېر محصلين یې ټپيان کړي دي.
د یادوني وړ ده چي د یادو بریدونو ډیری ټپیان روغتونونو ته لېږدول سوي،خو لا تر اوسه د مړو او ټپیانو دقیق شمېر معلوم ندی.