د کوچنيانو د ملاتړ نړۍوال سازمان (Save the Children) په خپل تازه راپور کي ویلي چي د روان کال له پیل راهیسي تر اوسه له ایران او پاکستان څخه له ۸۰۰ زرو ډېر کوچنيان افغانستان ته راغلي.
د ياد سازمان د راپور له مخي، دا بهیر دومره چټک دئ چي په اوسط ډول تر هرو ۳۰ ثانیو وروسته یو کوچنی افغانستان ته راستنېږي.
د دغه سازمان په وینا، ډېری دا کوچنيان له خپلو کورنیو سره یو ځای یا ځینې بې سرپرسته افغانستان ته ستنېږي او له جدي اقتصادي، روغتیايي او رواني ستونزو سره مخ دي.
دغه کوچنيان د خوړو، سرپناه، روغتیایي خدمتونو او تعلیم ته عاجله اړتیا لري.
د کوچنيانو د ملاتړ سازمان او نوري خیریه ادارې له نړۍوالو او سیمه ییزو مرستندویو بنسټونو غواړي چي د دغو کوچنيانو د ژغورني، ملاتړ او اساسي خدمتونو ته د لاسرسي له پاره بیړني اقدامات وکړي، څو له جدي بشري بحران سره مخ نه سي.