د کوچنيانو د ژغورني صندوق: په کنړ کي د زلزلې له امله ۳۷ زره کوچنيان د خوارځواکۍ د خطر سره مخ دي

د کوچنيانو د ژغورني سازمان په خپل راپور کي ويلي دي، چي د افغانستان په ختيځ ولايت کنړ کي د وروستيو زلزلو له امله ۳۷ زره کوچنیان د خوارځواکۍ د خطر سره مخ دي.
په راپور کي ويل سوي چي په کنړ کي ۳۷ زره هغه کوچنيان چي عمرونه ئې تر پنځو کلنو کم دي، د سختي خوارځواکۍ د ګواښ سره لاس او ګريوان دي.
ياد سازمان دغه راز ويلي، چي په دغه ولايت کي شاوخوا لس زره امېندواره مېرمني هم بېړنيو او روغتيايي مرستو ته اړتيا لري.
د دغه سازمان د اټکل له مخي چي په کنړ کي ۹۱ زره کسان د بیړنیو تغذیوي مرستو غوښتونکي دي، چي بايد لاس نيوی ئې وسي او پر خپل وخت ورته د اړتيا وړ مرستي ور ورسېږي.