د کينيا پوليسو هغه چينايي وګړی نيولی، چي له دغه هيواد څخه ئې زرګونه کوين‌ګارډان مېږیان قاچاق کول

د کينيا پوليسو هغه چينايي وګړی نيولی، چي له دغه هيواد څخه ئې زرګونه کوين‌ګارډان مېږیان قاچاق کول.
د کينيا محکمې د ياد قاچاق له امله دغه چينايي وګړي ته د يو کال بند او ۸۰۰۰ ډلرو د‌جريمې سزا ورکړې ده.
دغه چينايي د کینيا څخه تر ۲۰۰۰ ډېر مېږيان قاچاق کول، چي پوليسو په هوايي ډګر کي ونيوی.

د کينيا چارواکو ويلي چي په اسيا او اروپا کي د دغه ډول مېږيانو تقاضا اوس خورا ډېره ده.
بايد وويل سي چي د کوين‌ګارډان يوه مېږي قيمت ۲۲۰ ډالره دئ.