د کډوالو ستونزو ته د رسېدني کمېسیون مسئولین خبر ورکړی، چي د تېرې ورځي په جريان کي له ایران او پاکستان څخه سلګونه افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته راغلي دي.
د ياد کمېسیون د معلوماتو له مخي، ټولټال ۲۹۵ کډوالي کورنۍ د بېلابېلو سرحدي لارو څخه د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
سرچینې زیاتوي چي دغو راغلو کډوالو کورنیو ته د راستنېدو پر مهال لومړنۍ بشري مرستي هم ورکول سوي دي.
د دغه کمېسون د معلوماتو له مخي، یادي کورنۍ د ننګرهار، کندهار، هرات، هلمند او نیمروز ولایتونو له لارو د ايران او پاکستان څخه خپل هیواد ته را داخلي سوي دي.