د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چي د لغمان ولایت په مهترلام ښار کي ئې د نجونو د‌ يوې ښوونځي ودانۍ جوړه کړې او ګټي اخيستني ته ئې سپارلې ده.
ياد سازمان وايي، چي پر دغه ښوونځي ۳ لکه او ۴۲ زره امريکايي ډالره لګښت راغلی، چي ټول لګښت ئې دغه سازمان ورکړی دئ.
د ط.. البانو د بياواکمنۍ سره سم ط.. البانو‌ د نجونو تر شپږم ټولګۍ پورته پر ښوونځي او د پوهنتون پر زده کړو بنديز ولګوی. افغانانو د ط..البانو غوښتي چي افغان نجونو ته دي د زده کړو اجازه ورکول سي.