د‌ کډوالو نړۍوال سازمان د ايران څخه د افغان کډوالو په جبري ايستلو اندېښنه ښودلې

د کډوالو نړۍوال سازمان وايي، چي د ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د پخوا په پرتله زيات سوي دي.
دغه سازمان په‌ يوه خپاره سوي راپور کښي د ايران څخه په جبري ډول د افغان کډوالو ايستل د اندېښني وړ بللي او له دغه هيواد‌ څخه ئې غوښتي چې د کډوالو جبري بېرته ستنول دي وځنډوي.
د کډوالو نړۍوال سازمان ویلي چي د مي په میاشت کښي ۱۵ زره او ۶۷۵ کډوالي کورنۍ له ایران څخه افغانستان ته ایستل سوي، چي دا د اپریل میاشتي په پرتله ۲.۳ برابره زیاتوالی ښيي.