د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کي ويلي

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د پاکستان او افغان ط..البانو ترمنځ د ډيورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي د رواني جګړې او تاوتريخوالي له امله شاوخوا ۱۱۵ زره افغانان بې ځایه سوي دي.
ياد سازمان د دغو افغانانو پر بې ځایه کېدو باندي اندېښنه ښودلې ده او په خبره ئې چي دغه کسان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. ياد سازمان ويلي، که دغه جګړه دوامداره سي نو د يادو افغانانو ژوند به نور هم د ستونزو سره مخ کړي.
بايد وويل سي، چي تر دې يوه ورځ وړاندي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) بيا ويلي و، چي د پاکستاني ملېشو او ط..البانو ترمنځ په وروستيو نښتو کي په افغانستان کي ۵۶ ولسي وګړي وژل سوي او ۱۲۹ نور ټپيان سوي دي.