د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کي زرګونه د پاکستان څخه راغلي او داخلي بېځایه سوي کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کي له ستونزو سره مخ دي.
د ياد سازمان په وینا، ډېری دغو کورنیو د اقتصادي ستونزو او طبیعي پېښو له امله خپل پخواني ځایونه پرېښي او په خوګیاڼیو ولسوالۍ کي مېشت دي.
ای او ایم وايي، په سیمه کي د کار د فرصتونو کمښت، بېوزلي، روغتیايي خدماتو، د اوبو او نورو اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسی د دغو کورنیو ژوند ستونزمن کړی دئ.
د دغه سازمان په خبره په سیمه کي د راستنېدونکو او بېځایه سوو کورنیو شمېر لا هم د بشري مرستو او اساسي خدمتونو اړتیا ډېروي.