د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر له ۲۷مي د اکتوبر تر ۱۰مي پوري د ایران او پاکستان څخه ۹۹ زره او ۷۶۹ کسان افغانستان ته راغلي.
دغه سازمان دغه راز زياتوي چي په همدې موده کي ۳۹ زره او ۵۴۰ کسان له افغانستان څخه وتلي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخي افغانستان ته د راغلو کسانو ۷۳ سلنه له ایرانه او ۲۷ سلنه له پاکستانه داخل سوي دي.

په ورته وخت کي، له افغانستانه وتلو کسانو کي ۷۷ سلنه ایران او ۲۳ سلنه پاکستان ته تللي دي.