د یرغمل سوو کسانو د چارو له پاره د امریکا ځانګړي استازي ادم بولر له ط..البانو غوښتنه کړې، چي هغه امریکایي اتباع ازاد کړي، چي اوس مهال په افغانستان کي بندیان دي.
هغه ويلي د ط..البانو تر واک لاندي افغانستان باید د امریکا حوصله او پرېکړه ونه ازمويي.
د هغه په وینا، که داسي وسي نو ممکن د ایران او وینزویلا په څېر د پایلو سره مخ سي.
بايد وويل سي امریکايي چارواکو تر دې مخکي هم څو ځله د خپلو نیول سوو وګړو د ازادېدو غوښتنه کړې او دا موضوع ئې د دواړو خواوو ترمنځ یوه مهمه مسئله بللې ده.