د یزد والي: ایران ته د افغان کډوالو د زیاتوالي د مهار یوازینۍ لاره د پولو سم مدیریت دئ

د ایران د یزد ولایت والي محمدرضا بابایي وایي، د افغان کډوالو د بې‌نظمه تګ راتګ د مخنیوي له پاره باید د ایران پولي په مؤثر ډول اداره سي.
نوموړي له ایراني رسنیو سره په خبرو کي ویلي، که د پولو له لوري د بهرنیانو د ورتګ بهیر منظم سي، د کډوالو له موجوده ستونزو سره د مقابلې له پاره به دا یو مهم ګام وي.
هغه ويلي چي په تېر يوه کال کي د‌ ايران دولت د ناقانونه کډوالو د ايستلو او مخنيوي په برخه کي د پام وړ کار کړی دئ.